حسينه ساپۍ : ملي ارشيف دهېواد تاريخي فرهنګي ګنجينه او هويت دى

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۸ - ۸:۵۴
حسينه ساپۍ : ملي ارشيف دهېواد تاريخي فرهنګي ګنجينه او هويت دى




داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرستې حسينې ساپۍ نن دادبياتو دخطي نسخو اوداسلامي متونو نندارتون په ملي ارشيف کې پرانست .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه نندارتون  داسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه  په ٢٠٠٤ کال کې دکابل  دنومولو لپاره  دتياري په درشل  کې دملي ارشيف له خوا جوړ شوى دى .
ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې  په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دفرهنګ اوهنرمعين پوهاند محمدرسول باوري  او ددغه وزارت  يوشمېر رييسان هم حاضر و ،  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرستې  حسينې ساپۍ  وويل : ملي ارشيف  ديوتاريخي اوفرهنګي ګنجينې  په توګه  خطي نسخې ، عکسونه او نورډير اثار ساتلي دي . چې زياتره اثار داسلامي تمدن او فرهنګ  ښکارندوي  دى .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرستې ملي ارشيف  دهېواد  تاريخي ، فرهنګي ، ګنجينه  او هويت وباله او څرګنده يې کړه  چې  همدا اوس  دقران مجيد او تفسيرونو ، دحديث ، فقې او دعرفاني ادبياتو کتابونه اوخطي نسخې  دملي ارشيف  په  مغزن کې  ساتل کېږي .او دملي ارشيف   دقانون او مقررو پربنسټ  د څېړونکو په واک کې ورکول کېږي .
حسينه ساپۍ ددغه نندارتون دجوړولو په خاطر دملي ارشيف  رييس او کارکوونکي  وستايل  او هيله يې څرګنده کړه  چې په هېواد کې سوله اوارامي  تامين شي  چې په  ٢٠٢٤کال کې  ستر اسلامي جشن  دامن په فضا کې جوړه شي .
دملي ارشيف رييس محمد افسر رهبين  هم په خپله وينا کې ددغه نندارتون په باب معلومات ورکړل اوويې ويل چې په دې نندارتون کې دقران عظيم الشان او دمنظوم ادبياتو  تفسيرونو اوداسلامي دورې  دمتونو نسخې په ګډون  سل آثار نندارې ته وړاندې شوي دي .
هغه وويل  چې ملي ارشيف  دخطي نسخو ، تاريخي سندونو او داثارو دساتنې او مرمت  درې عمده برخې لري او دغه راز په ملي ارشيف کې د خطي نسخواو دتاريخي سندونو په ګډون  څه دپاسه  سل زره آثاره  ساتل کېږي .
رهبين  له نورو هېوادوالو په تېره بيادپوهنې له کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل زده کوونکي  دهېواد  له تاريخ  او فرهنګ سره دزياتې بلدتيا په خاطر ملي ارشيف ته راوړي  .
دمراسمو په پاى کې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې  دادبياتو خطي نسخې  اوداسلامي  متونو نندارتون  پرانست .
دغه نندارتون ددريو ورځو لپاره  دسهار له نهو بجو څخه دمازيګر تر دريو بجو پورې   په وړيا ډول دمينه والو پرمخ پرانستى  دى .

کابل / دمرغومي ١٧مه / باختر :

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

لوګر کې لسګونو ځوانانو ته د ویناوالۍ دوه میاشتنی پروګرام پیل شو

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت لسګونو ځوانانو، زده‌کړیالانو او زده کوونکو ته د ویناوالۍ دوه میاشتني پروګرام پیل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

BACK TO NEWS