په عامه کتابتون کې د مطالعې د مینه والو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون ته د کتاب د مطالعې د مینه والو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
په دې اړه د کتابتون مسؤل ښاغلي محسن عمري وویل: د کتاب د مطالعې د مینه والو لپاره مو د زده کړې او مطالعې پوره امکانات برابر کړي دي او هڅه روانه ده؛ تر څو د مطالعې مینه والو لپاره د خپلو چوپړتیاوو ساحه لا پراخه کړو.
د نوموړي په خبره، عامه کتابتون ته په تېره میاشت کې (۹۴۱) نه سوه یو څلوېښت تنه مطالعه کوونکي راغلي او د کتابتون له مختلفو کتابونو څخه یې د خپلو معلوماتو په زیاتوالي کي ګټه پورته کړې ده او دا لومړی ځل دی چې په یوه میاشت کي زیات شمېر مطالعه کوونکي د عامه کتابتون له کتابونو څخه ګټه اخلي.
د یادوني وړ ده، چې هلمند عامه کتابتون د بېلابېلو پوهنځیو کتابونو په لرلو سره د ښه موقیعت، آرامه فضاء او د کتاب د مطالعې لپاره د زیاتو امکاناتو په برابرولو سره د سهار له ۷ اوو بجو څخه بیا د ورځې تر ناوخته پورې د مطالعه کوونکو پر مخ خلاص وي.
۱۴۴۵/۴/۹ هــ ق
۱۴۰۲/۸/۲ هـ ش
