د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونیز مرکز څخه زیات شمېر زده کوونکي فارغ شول
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ښوونیز مرکز کې د لسګونو تنو ځوانانو څخه، له بېلابېلو برنامو څخه د فراغت په موخه ازموینه واخیستل شوه.
په دې اړه د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهیر وایي، دغو ځوانانو ته د اسلام پوهنې، ویناوالۍ، مدیریت او شخصیت جوړونې په برخو کې په وړیا ډول څلور میاشتنۍ زده کړې ورکړل شوې او تېره ورځ د فراغت په موخه ترې ازموینه واخیستل شوه، چې له ازموېنې وروسته به بریاليو ځوانانو ته د اړوند برنامې سند هم ورکړل شي.
۱۴۴۵/۴/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۳۰ هـ ش
