په نیمروز ولایت کې قلمي مبارزينو ته یو ورځنی ښوونيز سيمينار جوړ شو
تېره ورځ په نيمروز ولایت کې قلمي مبارزينو ته د ظرفيت لوړونې په موخه يو ورځنی سیمینار د همدې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې په داسي حال کې چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج مفتي حبيبالله الهام، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ملا عبدالرحمن جميل، د مخابراتو او ټکنالوژۍ رئيس الحاج مولوي عبدالرحيم فياض، د ریزرف عملیاتي کنډک قومندان مولوي همتآغا ابوالاحسان، د نیمروز جهادي مدرسې استاذ مفتي بسمالله یاسر او ګڼ شمېر قلمي مبارزينو هم حضور درلود ترسره شو.
سیمینار د قرآن عظیمالشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو او ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج مفتي حبيبالله الهام د سيمينار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په اسلام کې د قلمي مبارزي پر ارزښت او اهميت خبرې وکړې. له اسلامي نظام او دین څخه دفاع، د دښمنانو د شومو موخو شنډول، د همدې ولایت د قلمي مبارزینو سره د ښو همغږیو او د دومدارو اړیکو رامنځته کول یې د یاد سیمینار اساسي موخې یادې کړې.
په ياد سيمينار کې د نيمروز ولايت د مخابراتو او ټکنالوژۍ رئيس الحاج مولوي عبدالرحيم فياض د قلمي مبارزې د ارزښت او پر عامه ذهینیت یې اغېزې، په اړه خبرې وکړې او اسلام يې يو خپلواک او ساتونکی دين ياد کړ او له قلمي مبارزينو څخه يې وغوښتل، تر څو د اسلام مبارک دين او اسلامي نظام د ټینګښت په موخه خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
۱۴۴۵/۳/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۶ هـ ش
