د بغلان د ښاري نظم کمېټه له ښاره هغه لیکدړې ټولوي چې په بهرنیو ژبولیکل شوې وي
په بغلان ولایت کې د ښاري نظم کمېټه چې د یاد ولایت له اطلاعاتو او کلتور، ښاروالۍ او کور او ښار جوړونې ریاستونو جوړه شوې ده، نن یې په خپله وروستۍ ناسته کې ټينګار وکړ چې د ښاري پراختیا په برخه کې یې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته کړي او په پام کې لري چې له ښاره به هغه لیکدړې ټولې کړي چې د افغانستان د وګړو په ژبو نه دي لیکل شوي بلکې د افغاني ژبو پر ځای پکې نورو ژبو ته لومړیتوب ورکول شوی دی.
په دې اړه د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: د پلخمري او ولسوالیو له ټولو ښارونو څخه به هغه لیکدړې ټولې شي چې د افغاني ژبو پر ځای پکې نورو ژبو ته لومړیتوب ورکول شوی او دغه راز یو شمېر لیکدړې په داسې بڼه لیکل شوي چې د افغاني ټولنې ټولنیز او ښاري کلتور ته پکې پاملرنه نه ده شوې.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، چې یو شمېر هغه لیکدړې به هم له ښاره ټولې او یا به سمون پکې رامنځ ته شي چې په افغاني ژبو لیکل شوي خو د بهرنیو ژوبو اصطلاحات پکې کارول شوي دي.
۱۴۴۵/۳/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۳ هـ ش
