په لوګر کې د وینا والۍ له روزنیز پروګرام څخه ځوانان فارغ شول

wali_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۰:۲۷
په لوګر کې د وینا والۍ له روزنیز پروګرام څخه ځوانان فارغ شول

 

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري د ښې ویناوالۍ په برخه کې له ۲۵ ورځنۍ رونیز پروګرام څخه پنځوسو تنو ځوانانو د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم، دیني عالم مفتي وحیدالله وهاج، ځوانانو، د کلتور اوګرځندوی آمر هم شتون درلود.
په پیل کې ښاغلي صمیم د ویناوالۍ فن له دغه روزنیز پروګرام څخه فارغ شوو زده کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: ډېر د خوشحالۍ ځای دی، چې نن هغه ځوانان او زده کوونکي د سټیج پرسر ګورم، چې له دې وړاندې یې د ښې ویناوالۍ د لارو چارو سره د نه بلدتیا له امله نشوی کولای، ترڅو خپل استعدادونه او مالومات په ښه، منظم او باجرئت توګه تر نورو وروسوي. ده له فارغو زده کوونکو غوښتنه وکړه، چې مطالعه دې د خپلو ورځنیو چارو لومړیتوب وګرځوي.
دغه راز دیني عالم مفتي وحیدالله وهاج ځوانانو او زده کوونکو ته د علمي او روزنیزو پروګرامونو په جوړو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هڅو او خدمتونو څخه مننه وکړه او ترڅنګ یې له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د یاد ریاست په روزنیز مرکز کې له شتو امکاناتو او فرصتونو څخه د خپلو وړتیاوو په لوړولو کې پوره ګټه واخلي.
د غونډې په پای کې د یادو مسؤلینو په لاسونو فارغ شوو زده کوونکو ته تصدیق پاڼې هم ووېشل شوې.

۱۴۴۵/۳/۱۵ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۸ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS