په کندهار او ننګرهار کې د ګرځندوی نړیواله ورځ ونمانځل شوه
د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د چهارشنبې د ګرځندوی نړیواله ورځ د عینو مېني په نقشې پارک کې په شاندارو مراسمو سره ونمانځل.
په یاده نمانځغونډه کې د کندهار والي حاجي ملا صاحب، د ا.ا.ا. ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعات او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني، د بهرنیو چارو رئیس مولوی عبدالشکور حقاني، د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسؤلینو، د ایران او پاکستان هېوادونو ډیپلوماتانو او د یوناما او نړیوالو سازمانونو مسؤلینو هم ګډون درلود.
په پیل کې ښاغلي سمنګاني خبرې وکړې او ویې ویل: د ازادۍ څخه وروسته اوس په افغانستان کې امنیت په بشپړ ډول خوندي دی، د کورنیو سېلانیانو تر څنګ خارجي سېلانیان په ډاډه زړه راتلای شي او د افغانستان له مختلفو تاریخې او سیاحتي سیمو څخه لیدنه کولای شي.
ورپسې د ا.ا.ا. ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله وینا کې افغانستان له مختلفو اړخونو یو لرغونی هېواد یاد کړ او ويې وویل: چې دلته مختلفو بشرونو ژوند کړی او بېلا بیل آثار یې موجود دي، د ښاغلي مجاهد په خبره، په تیرو ۴۰- ۴۵ کلونو کې افغانستان د سیاحت له اړخه مساعد نه وو، اوس د ا.ا.ا. په راتګ سره زمینه برابره شوې ده، چې د خارجي هېوادونو سېلانیان راشي او له مختلفو سیمو لیدنه وکړي او دا د ویاړ ځای دی.
په ورته وخت کې د کندهار والي حاجي ملا صاحب خارجي اتباعو ته ډاډ ورکړ، چې په ګرځندوی، تجارت او نورو ټولو برخو کې ورته اوس تر بل هر وخت زمینه برابره ده او ا.ا.ا. یې هر اړخیز ملاتړ کوي.
بل خوا په ننګرهار ولایت کې د ګرځندوی نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نور محمد حنیف وویل: الحمدلله، الله تعالی افغانستان ته ډېر ښکلی ښایست، ښکلي منظرې او ښاېسته وګړي ورکړي، چې اوس هم د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګرځندویان دلته راځي او زموږ د خاورې ښکلا او ښایست د خپل قلم په ژبه له ځانه سره خپلو هېوادونو ته د یادګار په توګه وړي.
ښاغلي حنیف په ټولو بهرنیو سیلانیانو غږ وکړ، چې راشئ! او په ډاډمنه امنیتي فضاء کې شپه او ورځ د افغانستان له ټولو سیمو څخه لیدنه وکړئ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند ټول ریاستونه وخت نا وخت ستاسې خدمت ته چمتو دي.
۱۴۴۵/۳/۱۲ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۵ هـ ش
