په هرات کې د ټیکا دفتر په همکارۍ د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت یو نندارتون جوړ شو

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۹:۲۲
......

 

په هرات کې د ټیکا دفتر په همکارۍ د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت یو نندارتون جوړ شو، په دې اړه د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نعيم الحق حقاني وايي، چې دغه نندارتون د هېواد لاسي صنايعو او هنرونو ته د بازار موندنې په موخه جوړ شوى دی.
د ښاغلي حقاني په خبره، په دغه درې ورځني نندارتون کې به د ښځو د لاسي صنایعو لپاره ۱۰۰ غرفې او د نارینه وو لپاره ۶۰ غرفې اېښودل شوې دي.
په ورته وخت کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر مولوي رحمت الله محمدي وايي، په دې مناسبت ښځې او نارینه کولای شي د روانې اوونۍ له چهارشنبې څخه تر جمعې پورې په دغه نندارتون کې ګډون وکړي.
څو ننداره چيانو د دغه نندارتون په جوړولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: دغه نندارتون د دوى د هنري آثارو د معرفي کولو لپاره اغېزمن دى.

۱۴۴۵/۳/۱۲ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۵ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS