خبرتيا

moic_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۱ - ۱۱:۶

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت خبرتيا
د ځوانانو چارو معينيت د هغه تفاهم پر بنسټ چې له يوشمېرپوهنتونونو او دخصوصي لوړو او نيمه لوړو زده کړو له موسسو سره لري؛ په مياشت کې له ٢٠ څخه تر ٥٠ سلنې پورې په تخفيف سره د ځوانانو ورپېژندنه د روان کال د مني سمستر لپاره پيل کړې ده.
په دغو تحصيلي بنسټونوکې د ميوند، پيام، پېشګام، غرجستان، علامه، ابوريحان، خاتم النبيين او د غازي امان الله خان پوهنتونونه او د رازي، ازهر، قلم، افغان پامير د لوړو زده کړو موسسې او يوشمېر نورې تحصيلي موسسې شاملې دي.
مينه وال کولاى شي د نوم ليکنې او له دغو تخفيفونو څخه د ګټې اخيستنې لپاره له دووعکسونو او د تابعيت تذکرې له کاپي سره په پل باغ عمومي کې، د ځوانانو چارو معينيت د ځوانانو د مصوونيت او روزنې رياست ته ورشي.
دغه راز د زياتو معلوماتو لپاره کولاى شي دغه اېمل آدرس  ( dmya.jawanan@gmial.com) وګوري او يا هم د دې ادارې له ٠٧٤٧٠٠٨٩٠٠شمېرې سره اړيکې ونيسي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS