حسينه ساپۍ: د افغان ښځو لاسي صنايع د هېواد اصيل فرهنګ نندارې ته وړاندې کوي

moic_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۳ - ۸:۴۸
صنایع دستی زنان

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون د کتنې په وخت کې وويل: د افغان ښځو لاسي صنايع د هېواد اصيل فرهنګ نندارې ته وړاندې کوي.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې،  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې دغه راز وويل چې افغان ښځې د لاسي صنايعو د توليداتو په برخه کې مخکښې دي او که چېرې  زيات امکانات ولري لاښه  ځلېږي.
دغه نندارتون نن  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، اداري او ګرځندوى د معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي له خوا په کابل کې پرانستل شو.
په دې نندارتون کې چې په پنځوسو غرفو کې  جوړ شوى دى  د لاسي ګنډلو، څرمن ګنډلو، خياطۍ، مرۍ ګڼدلو، ګاڼو، بيکونو، کوښو او جامو په ګډون د ښځو لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوي دي .
د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معينې وويل، چې دغه نندارتون د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ او د ښځو د لاسي صنايعو د ودې او هڅونې په خاطر  جوړ شوى دى.
هغې وويل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت په مرکز او ولايتونو کې زيات فرهنګي پروګرامونه لري او دغه راز له خلکو څخه يې وغوښتل چې د لاسي صنايعو په پېرودنې سره  د هېواد د صنعتکارانو په تېره بيا د ښځو ملاتړ وکړي.
وروسته د ښځو چارو وزارت معينې سپوږمۍ وردګ  د ښځو د لاسي صنايعو د ودې په لاره کې  د دغه شان نندارتونونو جوړول ارزښتناک وبلل او د اطلاعاتو او فرهنګ  له وزارت  څخه يې چې د دغه شان نندارتونونو د جوړولو په لاره کې هلې ځلې کوي، قدردانې وکړه.
هغې د لاسي صنايعو د نندارتون جوړول له يوې خوا د صنعتکارو ښځو د اقتصادي ودې سبب وباله  او له بله پلوه يې د هېواد د توليداتو د ودې لپاره  يوه ښه زمينه وبلله او ټينګار يې وکړ چې بايد دولت  د صنعتکارانو ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې په ملکي خدمتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ښځو د ملاتړ آمرې محبوبې سعادت د صنعتکارو ښځو د هڅونې په لاره کې د دغه نندارتون جوړول ګټور وبلل او ويې ويل: ښځې بريالۍ شوې دي څو په خپلو ظريفو ګوتو صنعتي محصولات توليد کړي او د هېواد د صنعت په وده کې  فعاله ونډه واخلي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د ښځو د لاسي صنايعو مرستيالې رقيه ګوهري د باخترآژانس خبريال ته وويل، چې دولت بايد د ښځو د صنعتي توليداتو لپاره دايمي نندارتون جوړ کړي.
دغه نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملکي خدمتونو کې د ښځو د ملاتړ د امريت او د ګرځندوى د رياست له خوا جوړ شوى چې دوې ورځې به نور هم دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS