د نیمروز ولایت له حکاکانو، نقاشانو او خطاطانو سره ناسته تر سره شوه
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مفتي حبيبالله الهام په خپل کاري دفتر کې د یاد ولايت له حکاکانو، نقاشانو او خطاطانو سره وکتل.
د غونډې په پیل کې ښاغلي الهام خبرې وکړې او ويې ويل: تاسې باید د اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپل فعالیت وکړئ او همدا راز له تاسو سره په دغه برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست بشپړه همکاري کوي.
ښاغلي الهام همدا راز له حکاکانو، نقاشانو او خطاطانو څخه وغوښتل، چې د هنري آثارو د نندارتون لپاره خپل چمتووالی ونيسي.
۱۴۴۵/۲/۱۹ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۱۳ هـ ش
