بچیان مو مدارسو ته واستوئ، څو زرین تاریخ مو ژوندی پاتې شي

wares_admin
جمعه ۱۴۰۲/۶/۱۰ - ۱۸:۳۳
.....

یادې څرګندونې نن جمعه ( ۱۴۴۵/۲/۱۶ هـ ق ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه پکتيا ولایت کې د یوې مدرسې د بنسټ ډبرې اېښېدو پر مهال وکړې.
خیرخواه صاحب هلته د کابینې د یو شمېر وزیرانو تر څنګ د پکتیا مرکز ته څېرمه په اودکي سیمه کې د یوې لویې مدرسې د بنسټ ډبره کښېښوده.
نوموړي په یاده غونډه کې د خبرو پر مهال وویل:
ډېر د شکر ځای دی، چې په دې سپېره دښته کې د دین د یو لوی مرکز ډبره اېښودل کېږي. 
هغه زیاته کړه، موږ رنګارنګ تکالیف وګالل، خو  ستړي شوي نه یو، ګوانتامو کې مې هم خواست کاوه، چې لا نور هم د الله تعالی په دین کې ستړیاوې وګالو.
نوموړي همداراز وویل: هر چا چې د اسلام مقدس دین ته خدمت کړی، د هغوی نومونه د تاريخ پر زرینو پاڼو لیکل شوي او هېڅ وخت به د مسلمان له زړونو ونه وځي.
ښاغلي خیرخواه د یتیمانو پر سالمه روزنه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، ولسونه دې د رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د دریمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دریمې ناحیې (ګولایي دواخانه څخه تر شهید څلور لارې). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۶
Background image

لسګونو زده‌ کوونکو ته د سالمو افکارو د ترویج په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تخنیکي زده‌ کړو آمریت لسګونو زده‌ کوونکو ته د سالمو افکارو د ترویج په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳
Background image

له یو شمېر لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د الرباط علمي او فرهنګي ادارې په همکارۍ له یو شمېر لیکوالانو او فرهنګیانو سره د همغږۍ غونډه وشوه، چې په دې غونډه کې د کندهار مرستیال والي. . .

BACK TO NEWS