بغلان کې د رسنیزو فعالیتونو د لا ښه والي په موخه د رسنیو او خبریالانو سره ګډه غونډه ترسره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۷:۲۴
.....


نن چهارشنبه ( ١٤٤٥/٢/١٣ هـ ق) د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له لوري د خبریالانو د ولایتي کمېټې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
بغلان کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازي عبدالواحد وحدت په غونډه کې وویل: په یاد ولایت کې د خبریالانو او دولتي ادارو ترمنځ همغږي پیاوړې او ورسره د اطلاع رسونې برخه چټکه او پر وخت معلومات له رسنیو سره شریک کېږي.
ورپسې د خبریالانو په استازیتوب محمد حارث سیار د سیمه ییزو رسنیو اقتصادي ستونزې د پام وړ وبللې او د حل غوښتنه یې وکړه. 
همدا رنګه د خبریالانو په استازولۍ راز محمد راز وویل: په دې ولایت کې ورځ تر بلې خبریالانو ته د معلوماتو د ورکولو په برخه کې د پام وړ هڅې شوې، اوس دوی ته پر وخت خبري مواد په واک کې ورکول کېږي. 
په ورته وخت کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: په دغه ولایت کې د رسنیزو فعالیتونو پراختیا او د سیمه ییزو رسنیو اقتصادي ستونزو حل ته ژمن یو، چې د امکاناتو په موندلو سره به یې حل کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS