مطالعې ته د هڅونې په موخه پر ځوانانو کتابونه وویشل شول

wali_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۹:۱۹
مطالعې ته د هڅونې په موخه پر ځوانانو کتابونه وویشل شول

 

تېره ورځ د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې په موخه د ښوونځيو پر لسګونه زده کوونکو کتابونه او اتحاد جریده ووېشله.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتو ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میر حقاني وایي، د دې کتاب او اتحاد جریدې ویشلو څخه یې موخه کتاب لوستنې ته د زده کوونکو هڅول دي، ترڅو ځوانان مطالعې ته مخه او خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي.
ښاغلي حقاني وویل: په دې ورستيو کې موږ ځوانان وینو چې د مطالعې څخه يې مخ اړولی او په يو داسې څه مصروف دي چې هغه د ځوانان لپاره هېڅ ګټه نه لري، ځوانان هره وخت کولای شي، چې د مطالعې لپاره کتابونه وپیري او مطالعه یې کړي، هغه ځوانان چې کتابونه مطالعه کوي، زمونږ د اطلاعاتو او  کلتور ریاست عامه کتابتون یې په خدمت کې دی هلته دې راشي او د خپلې خوښې کتابونه دې په سالم چاپیریال کې مطالعه کړي.
ورپسې د دغه ریاست رئیس مولوي مصطفی هاشمي وویل، مطالعه کول د هر انسان لپاره اړينه ده او په کار ده چې د مطالعې لپاره ټول کسان وخت ځانګړی کړي.
د ښاغلي هاشمي په خبره د مطالعې دود له کلونو راهیسې کمرنګه شوی، د اطلاعاتو اوکلتور ریاست هڅه کوي چې  بېرته یې راژوندی کړي. زما توصیه دا ده چې د کتاب لوستل په ژوند کې ډېر رول لري، باید کتاب ولولو نو مونږ په همدې موخه ځوانان هڅوو چې کتابونه ولولي او مطالعه وکړي.

۱۴۴۵/۲/۵ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۳۱ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS