ښوونکي د ملت سرمایه ده د نوي نسل د روزنې مسؤلیت لري

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۰:۲۵
khairullah khairkhwah


یادې څرګندونې نن یکشنبه ( ۱۴۴۵/۱/۲۷هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په سپېدار ماڼۍ کې هېواد ته د راستانه شویو کدرونو او پوهنتونونو استادانو ته په وینا کې وکړې، چې پر مهال یې د رياست الوزارء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير، د کابینې غړو، له بهر څخه راستانه شوي کدرونو او ګڼ شمېر استادانو ګډون کړی وو. 
د غونډې په پېل کې محترم خیر خواه وویل: هغه استادان چې په وطن کې اوسېږي، هغه ددې وطن اصیل بچیان دي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې هېواد له نړۍ سره سیال کړو، موږ د استادانو هر ډول ملاتړ ته ژمن یو، نوی نسل مو باید لومړی عقیدوي زده کړه وکړي، چې وطني او ملي احساس پکې ژوندی شي، تر څو مو هیواد د ترقۍ په لور حرکت وکړي. 
ښاغلي خیر خواه زیاته کړه، چې افغانستان اوس په ډېر ښه وضعیت کې قرار لري، باید د الله تعالی حمد ووایو، چې نن د یو سوچه او اسلامي نظام تر سیوري لاندې راټول شوي یو، په ټوله نړۍ کې بل هېواد ته الله تعالی دا عظیم نعمت نه دی ورکړی، د دنیا ډېر مملکتونه موږ وینو په ځینو مادي برخو کې پر مخ تللي دي؛ خو د استقلال له لوی نعمت څخه بې برخې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS