خوست يوازې د يو ولايت د کلتور او ادب ښکارندويي نه کوي، بلکې یوه لويه کلتوري حوزه ده

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۲۲:۸
....

 

یادې څرګندونې نن د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري چارو معین ښاغلي مولوي عتیق الله عزیزي خوست ولایت کې د ادیبانو، شاعرانو او کلتورپالو یوې غونډې ته وکړې.

غونډه چې د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په تالار کې جوړه شوې وه، د قرآن پاک د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پيل شوه. 
د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج ملا شبير احمد عثماني، کلتوري معين مولوي عتیق الله عزيزي او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او ترڅنګ يې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په فعاليتونو او لاسته راوړنو لنډه رڼا واچوله او ډاډ يې څرګند کړ چې دوی به شپه او ورځ د ګران هېواد په چارو کې ستړيا احساس نه کړي.
له ښاغلی عثماني وروسته قومي مشر قاضي احمد ببرک زوی په خپلو خبرو کې وويل، چې د ا.ا.ا. په راتګ په ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور فلج شوو ریاستونو ښه فعالیت پیل کړی، چې کلتوري ميراثونه به لا نور را ژوندي کړي.
وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري معين مولوي عتیق الله عزيزي غونډې ته په خپله وينا کې وويل، چې خوست يوازې د يو ولايت د فرهنګ او ادب ښکارندويي نه کوي بلکې خوست د يوې لويي فرهنګي حوزې په توګه تبارز کړی دی، هغه زياته کړه چې خوست ولايت په خپله غېږه کې تل د هېواد په کچه پياوړي او نوموتي ليکوالان، شاعران او اديبان روزلي دي.
ښاغلي عزيزي د خپلو خبرو په جريان کې ژمنه وکړه چې ددې سیمې د ښېرازۍ لپاره به خپلې هڅي ونه سپموي، نوموړي په ځوانانو باندې هم ږغ وکړ چې په وطن کې د شته فُرصتونو څخه په استفادې خپل ولس او هېواد ته خدمت وکړي.
هغه همدا راز د تاريخي او کلتوري بنسټونو د رغونې او د خوست ملي موزيم لپاره د ودانۍ جوړولو ژمنه وکړه، نوموړي په پای کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج شبير احمد عثماني، کلتوري او ادبي هڅې او نوښتونه وستايل.
د خوست فرهنګي وضعيت په اړه شاعر او ليکوال نور شاه نوراني وويل چې د خوست فرهنګي او ادبي پروګرامونه د ا.ا.ا په راتګ سره غوړیدلي دي، نوموړي د استقلال ادبي ټولنې د فعاليتونو او کړنو يادونه وکړه او هم يې د بشپړ امن او ثبات څخه خوښي وښوده. 
د یادونې ده، چې په دې پراخه غونډه کې د کوزې پښتونخوا نامتو شاعرانو او ليکوالانو هم حضور درلود.
۱۴۴۴/۸/۲۳ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۵ هـ ش
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له نوښتګرو ځوانانو، همدارنګه د ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خطاطۍ او رسامۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دویمې او څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې او څلورمې ناحیې د قوای مرکز سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS