د پسرلي د راتګ په مناسبت د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري مشاعره جوړه شوه
نن دوشنبه ۱۴۴۴/۸/۲۰ هـ ق د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د پسرلي د راتګ په مناسبت مشاعره جوړه شوه.
چې پکې د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي هم ګډون کړی و، ښاغلي مصطفی هاشمي په خپلو خبرو کې د شاعرانو او لیکوالانو څخه ملاتړ وکړ، له دوی یې وغوښتل چې په خپلو شعرونو کې د یرغلګرو پر وړاندې د افغانانو زړورتیا انځور کړي او خلک له شرک او کفر څخه توحید ته راوبولي.
ورپسې د فرهنګ اوګرځندوی آمر مولوي عزت مير حقاني
بغلان يو لرغونى او فرهنګي ولايت وبله، ښاغلي حقاني زیاته کړه، په بغلان کې د شاعرانو د یوالي لپاره اته ادبي ټولنې شتون لري او تر اوسه د بغلان ولایت ۲۵ شاعرانو خپل آثار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ چاپ کړي دي.
غونډه د شاعرانو په شعرونو چې د پسرلي په رارسېدو او د طبيعت د بيا راژوندي کولو په اړه يې وویل پای ته ورسېده.
