بغلان ولایت کې د ساسانیانو د دورې ۷۵ نوې موندل شوې سکې نندارې ته وړاندې شوې

wares_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۵:۵۴
....

نن شنبه ۱۴۴۴/۸/۱۸ هـ ق، د هېواد د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ملي ورځ، د بغلان په اطلاعاتو او کلتور رياست کې ولمانځل شوه او د ساسانیانو د دورې ۷۵ نوې موندل شوې سکې نندارې ته وړاندې شوې.
په جوړه شوې غونډه کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې په روانه میاشت کې یې  ۷۵ سکې او یوه کوزه چې د څه باندې ۱۸۰۰ کاله پخوا، د ساسانیانو د واکمنۍ د وخت پورې تړاو لري، د یاد ولایت د جلګې ولسوالۍ د لوی یرم په سیمه کې موندلي دي.
هاشمي زیاته کړه چې دغه سکې د سیمې د خلکو له لوري هغه وخت موندل شوي، چې په ډلیز ډول یې کلیو ته په ورغلو  لارو کې د سرک د جوړولو کار کاو، د ټولو موندل شوو سیکو شمېر زیات دی، هغه چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د سیمه ییز حکومت او ځايي خلکو له لوري سپارل شوې ۷۵ سکې او یوه کوزه ده.
د بغلان ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي لعل جان راشد وویل، چې د ولايت مشرتابه هڅه کوي، چې د تاريخي آثارو د ساتنې او آبداتو بيا رغونې ته جدي توجو وکړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې ګډونوالو وویل، چې د تېرو ۴۰ کلنو جګړو له پیل سره سم د لرغونپوهنې بهیر له جدي ستونزو سره مخ شو، په موزیمونو کي راټول شوي آثار له نندارو ولوېدل او د خوندیتوب کچه یې راټيټه شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS