د باميانو په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د یو شمېر ځوانانو سره غونډه وشوه 

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۶ - ۱۰:۰
dddd

 

 تېره ورځ د باميانو ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ځوانانو او یو شمېر ټولنو سره  د همغږۍ غونډه تر سره شوه
  په پيل کې د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سيف الرحمن محمدي په خپلو خبرو کې وویل، د دې غونډې له جوړېدو څخه مو موخه د ځوانانو سره د لاښې پېژندګلوۍ او همغږۍ پیاوړي کول دي او له دوۍ مو غوښتنه ده چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو مديريت سره په ټولنیزو او فرهنګي چارو کې همکاري وکړي.
د غونډې په یوه برخه کې  د نشه یي توکو پر زیانونو خبرې وشوې اود نشه يي توکو نه د ځان ساتنې په اړه ګټورې لار ښونې وشوې.
 په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د ټولنیزو او رضاکارانه پروګرامونو د لا ښې همغږۍ په موخه دې هره میاشت د همغږۍ غونډه جوړه شي.

۱۴۴۴/۸/۱۴ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۱۶ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS