د افغان تور عمومي رياست اداري غونډه ترسره شوه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۵ - ۱۴:۱۹
....

تېره ورځ د افغان تور عمومي رياست اداري غونډه د ياد رياست د رئيس محمد نبي بها په مشرۍ، د معاونېنو او کارمندانو په شتون کې ترسره شوه.
په لومړي سر کې د ياد رياست په مالي پلان د مديره هيئت له لوري نظريات شريک شول، همدا راز د پرمختيايي پلان په ژر ترتيبولو، د توريزم د پراختيا، د یاد رياست د ضرورياتو او مشکلاتو د حل لپاره په عاجل او شفاف ډول د پلان په جوړولو او پلي کولو ټينګار وشو.
ورپسې د قرغې بند د ښيرازه کولو په اړه خبرې وشوې، او پرېکړه وشوه چې د قرغې بند د اوبو رسونې سيستم د بیارغـونې، بند کې د نیالګيو ايښودلو او د ماشين الاتو د ترميم په اړه به عاجل اقدامات ترسره شي، ترڅو ياده ساحه د سیلانانيانو د جذب لپاره اماده شي.
په پای کې د افغان تور عمومي رياست له لوري په نورستان ولايت کې د سياحتي زانګو په جوړولو د سرمايه ګذارۍ په اړه يادونه وشوه، چې د ځينو رسنيو له لوري د افغان تور دولتي شرکت په ځای د خصوصي شرکت يادونه شوې وه، پرېکړه وشوه چې  د رسنيو سره هماهنګي زياته شي، چې په راتلونکي کې د دې ډول ابهاماتو مخنيوی وشي.

۱۴۴۴/۸/۱۲ هـ ق 
۱۴۰۱/۱۲/۱۴ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS