په هلمند کې د الحیات په نوم د وینې راټولولو دوهمه دوره کمپاین ترسره شو

wali_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۱۰:۲۷
WA

 

تېره ورځ د هلمند ولایت  په مرکز لښکرګاه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو مدیریت لخوا د الحیات په نوم د وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.
د یاد کمپاین پر مهال شاوخوا ۱۲ تنو ځوانانو د لښکرګاه په بست ولایتي روغتون کې د الحیات په نوم د وینې بانک ته ۴۰۰۰ سي سي وینه ورکړه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو مدیر قاري عبدالباري حنظله وایي، چې د یاد کمپاین لپاره مو ډیرو ځوانانو ته سمینارونه ورکړي، هغوی ته مو د وینې ورکولو پر طبي او شرعي اړخ بشپړ پوهاوی ورکړی چې الحمدالله اوس په سلګونو ځوانان زموږ سره د وینې  ورکولو په راجستر کتاب کي نوملیکنه کړې ده.
د وینې راټولولو کمپاین د راجستر کتاب مسئول فیض الله نېکزاد وایي، د وینې ورکولو پروسه په ښه او شفاف ډول روانه ده،  په سلګونو ځوانانو د راجستر په کتاب کې نوم لیکنه کړې او هم په انفرادي ډول د هېوادوالو د ضرورت او غوښتنې پر اساس ځوانان وینه ورکوي. 
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په سلګونو ځوانانو د الحیات په نوم د وینې بانک ته وینه ورکړې ده.
۱۴۴۴/۸/۱۱ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۱۳ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS