د پلازمینې په ګډون، یوشمېر ولایاتو کې د دوحې تړون دریمه کلیزه ولمانځل شوه

wali_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۲۱:۲۱
lllll

 

نن چهارشنبه د حوت لسمه، د دوحې تړون دریمه کلیزه د هیواد پلازمېنې په ګډون، په یوشمېر ولایتونو کې د دوحې تړون د لاسلیک دریمه کلیزه ولمانځل شوه. 
د غه ورځ پلازمینه کابل کې د ارګ د غونډو تالار کې او د پکتیا، بغلان، نیمروز، لوګر، غزنی، بامیان، ننګرهار او....  ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو لخوا په شانداره مراسمو سره ولمانځل شوه. 
غونډو کې دولتي مسؤلینو، علماوو، د مکاتبو او پوهنتونو استاذانو، محصلینو او عامو ولسي خلکو ګډون درلود.
په یادو مراسمو کې د  ګډونوالو لخوا د دوحې تړون د افغانستان په تاریخ کې بېسارې تاریخي توافقنامه یاده شوه، چې د اشغال د خاتمې او اسلامي نظام د پایښت برخه کې بنسټیز ګام بلل کیږي. 
د دوی په خبره امریکا او متحدین یې د اسلامي امارت په مشري د مجاهدینو کلک مقاومت، بېسارو قربانیو او د افغان ولس قوي ملاتړ اړ کړل، چې د مذاکراتو مېز ته کښېني.
په غونډو کې دا هم وویل شول، چې اسلامي امارت د خپلې اسلامي وجیبې له مخې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شوی دی، امریکا او ټلواله دې هم تړون ته ژمن واوسي، ناروا بندیزونه دې ختم کړي، د افغانستان اسلامي امارت دي په رسمیت وپېژني او د افغانانو کنګل شوي پیسې دي ازادي کړي.
دوی وویل، لکه څنګه چې مو د جګړې او مبارزې  ډګر کې بریا خپله کړه، اوس د دې وخت دی، چې د اسلامي نظام د ټینګښت، د افغانانو یووالي، د افغانستان اقتصادي پرمختګ، بیارغونه او هېوادوالو د خدمت په برخه کې هم بریمن شو.
۱۴۴۴/۸/۸ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۱۰ هـ ش
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS