لغمان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په هلو ځلو خبریالانو ته د رواني خوندیتوب یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو
تیره ورځ لغمان ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په هلو ځلو د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحاديې له لوري ۲۵ تنو خبریالانو ته د رواني خوندیتوب اړوند یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د پیل په مراسمو کې د اطلاعاتو آمر او د یادې اتحاديې ولایتي مسؤل عتیق الله قریشي د ورکشاپ اړوند معلومات ورکړل، او له خبریالانو څخه یې مننه وکړه چې برخه یې ورسره واخیسته.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي خبرې وکړې، نوموړي د ژورنالیستانو له ملي اتحاديې څخه مننه وکړه چې لغمان کې یې د خبریالانو لپاره د رواني خونديتوب پروګرام جوړ کړی دی، هغه وویل رسنۍ او خبریالان دلته په ازاده فضا کې فعالیت کوي او پر وړاندې یې هیڅ راز خنډونه نشته،هره موسسه او ټولنه کولای شي دلته د ځوانانو، خبریالانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او نورو لپاره پروژې او پروګرامونه ترسره کړي موږ ورته زمینه سازي کوو
د ژورنالیستانو د ملي اتحاديې غړي عنایت الله زیارمل له رئیس او د یاد ریاست له مسؤلینو مننه وکړه چې له دوی سره یې د ورکشاپ په تطبیق او جوړولو کې همکاري وکړه.هغه وویل په یاد ورکشاپ کې ۲۵ تنو خبریالانو ته د رواني خوندیتوب اړوند معلومات ورکړل شول ترڅو څه ډول کولای شي ځان او ټولنه له رواني ستونزو وساتي.
۱۴۴۴/۸/۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۹ هـ ش
