په لوګر کې د غوره کتاب او غوره لیکوال تر نامه لاندې علمي کمېټه جوړه شوه
نن دوشنبه ۱۴۴۴/۸/۶ هـ ق د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د لومړي ځل لپاره د غوره کتاب اوغوره لیکوال تر نامه لاندې علمي کمېټه جوړه او خپله لومړنۍ ناسته یې د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم پر مشرۍ په داسې حال کې، چې د پوهنې ریاست، د لوګر پوهنتون، حج اوقافو ریاست، تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارو استازو هم ګډون درلود ترسره کړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم د دغې علمي کمېټې د چارو د پيل پرمهال وویل، موږ په لوګر کې ډېر شمېر لیکوالان لرو، چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې کتابونه له چاپ څخه پاتې دي, او تر دې وخته چا دې برخې ته خاصه پاملرنه هم نه وه کړې، الحمدلله اوس دغه فرصت موږ ته په لاس راغی ترڅو خپلو لیکوالانو سره پوره همکاري وکړو.
ښاغلي صمیم د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه مننه وکړه، چې د غوره کتاب او غوره لیکوال کمېټې په جوړولو کې یې ځانګړې پاملرنه وکړه، نوموړي وویل، چې موږ د دغې کمېټې له لارې کولای شو چې د علمي کتابونو د چاپ په برخه کې لیکوالانو سره پوره همکاري وکړو.
دغه راز د پوهنې ریاست مرستیال مولوي ضیاء احمد صارم او د کمېټې نورو غړو په خپل وار سره ډاډ ورکړ، چې د غوره لیکوالانو د ستونزو د حل او د هغوؽ د کتابونو د چاپ په برخه کې به له هېڅ ډول همکاریو ډډه ونکړي.
په پاى کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوٸ آمر محمد ګل تسل وویل، دغه کمېټه داطلاعاتو او کلتور وزارت په سپارښتنه جوړه شوې، چې له دې لارې غوره علمي کتابونه او د لیکوالانو غوره علمي لیکنې، چې تر اوسه نه دي چاپ شوي، د یادې علمي کمېټې تر څېړنو وروسته مرکز سره شریکې کړي او تر تائید وروسته چاپ شي .
