د غور اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د رسنیو د مسؤلینو سره غونډه تر سره شوه
تېره ورځ، د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم، د رسنیو له مسؤلینو او د هغوی له خبریالانو سره، د حکومت او رسنیو تر منځ د باور او همغږۍ رامنځته کولو په خاطر غونډه ترسره کړه.
د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د غونډې په ترڅ کې له رسنیو سره د مشورتي ناستو په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، مونږ د سیمه ییزو او خصوصي رسنیو د ستونزو د حل لپاره هر اړخیزې هڅې کوو.
ور پسې، د غور ولايت د رسنيو مسؤلينو د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له مشرتابه څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، الحمدلله د اسلامي امارت له فتحې او بري وروسته په هېواد او په ځانګړې توګه په غور ولايت کې د رسنيو وضعیت ښه دی.
له بلې خوا د غور د سيمه ييزو رسنيو مسوولينو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست څخه وغوښتل؛ چې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره په مالي برخو او همدا رنګه د دغه ولایت د ولسوالیو او کلیو د راپورونو په راټولولو او د خبرونو د چمتو کولو په موخه د سفرونو په تنظیمولو کې همکاري وکړي.
۱۴۴۴/۸/۵ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۷ هـ ش
