ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده: سيمناګران د هېواد د خلکو د غمونو او خوښیو د شېبو انځورګران دي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۶:۸
ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده: سيمناګران د هېواد د خلکو د غمونو او خوښیو د شېبو انځورګران دي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده پرون د «آوان ګارد، د افغانستان د تجربي فلمونو د لومړني جشن» د جايزو د ورکولو په غونډه کې څرګنده کړه چې سيمناګران د هېواد د خلکو د غمونو او خوښیو د شېبو انځورګران دي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د فرهنګي بنسټونو د يوشمېر مسوولينو او د سيمنا د هنرمندانو په ګډون د افغان فلم په تالار کې جوړه شوه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سينماګرانو فعاليتونه او نوښتونه وستايل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د «آوان ګارد، د افغانستان د تجربي فلمونو د لومړني جشن» د جوړولو په برخه کې د هېواد د سينماګرانو او د افغان فلم رياست د کارونو قدرداني وکړه او ويې ويل چې دا د تجربي فلمونو د جوړولو په برخه کې د پيل ګام دى.
هغه زياته کړه: د افغانستان په شان ټولنو کې له ډول ډول تمایلاتو او په ولايتونو او د هېواد په ګوټ ګوټ کې له ډېرې فرهنګي تنوع سره سره، بېلابېلې سيمه ييزې تجربې شته چې د تجربي فلمونو په جوړولو سره کولاى شو پرې خبر شوو.
همدارنګه ډاکټر قاسم وفايي زاده د خلکو پر وړاندې د سينماګرانو د مسووليت منلو او ښه احساس مننه وکړه او ويې ويل: موږ په خپل هېواد کې پاتې کېږو، يو بل ته لاسونه ورکوو او افغانستان ته اغېزمن کار ترسره کوو.
وروسته د هېواد د لومړۍ مېرمنې پيغام د هغې د دفتر استازې ولوست چې پکې د دغه جشن له جوړوونکو مننه شوې او څرګنده شوې ده چې د دغه شان پروګرامونو جوړول د هېواد د هنرمندانو فرهنګي برياليتوبونه نندارې ته وړاندې کوي.
دغه راز د لومړۍ مېرمنې په پيغام کې ټينګار شوى دى چې د هېواد فلم جوړوونکي بايد د هغو فلمونو پر جوړولو تمرکز وکړي چې د خلکو ترمنځ د هېوادپالنې حس رامنځته کوي او د هېواد اصيل فرهنګ منعکس کوي.
په همدې ترتيب په دغو مراسمو کې د افغان فلم رييسې صحرا کريمي په خپلو خبرو کې د جشن په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې په دغه جشن کې ٣۴ فلمونه سيالۍ ته وړاندې شوي دي چې تجربي لنډ فلمونه، انيمېشن او ويډيو کلیپونه په کې شامل دي.
هغې وويل چې په اوسنيو شرايطو کې د فلم د جشنونو جوړول ستونزمن کار دى؛ خو د هېواد د يو شمېر سينماګرانو په همکارۍ افغان فلم د دغه جشن پر جوړولو بريالى شو او د فلم جوړوونکو او سينماګرانو د هڅونې او معرفي کولو په خاطر یې د دغه شان جشنونو جوړول مهم وبلل.
وروسته د ژوري پلاوي په استازيتوب محمد منور زاده د هغو فلمونو د ارزونې د څرنګوالي په اړه چې په دغه جشن کې سيالۍ ته وړاندې شوي دي؛ معلومات ورکړل.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او يوشمېر مسوولينو د تجربي لنډو فلمونو، انيمېشن او د ويډيوکلیپونو ګټونکو او دغه راز د دغه جشن برياليو فلم جوړوونکو ته ستاينليکونه او جايزې ورکړې.
د پروګرام په پاى کې د هغو فلمونو ځينې برخې چې په یاد جشن کې يې جايزې ګټلې دي؛ نندارې ته وړاندې شوې.

کابل/ د زمري١٧ مه/ باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS