د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د ډاکټر نبي مصداق د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۱۴:۲۷
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د ډاکټر نبي مصداق د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د هېواد د پېژندل شوي خبريال او د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهور رييس د رسنیزو چارو سلاکار ډاکټر نبي مصداق د جنازې په مراسمو کې چې نن د کابل په عيدګاه جومات کې پرځای شول، ګډون وکړ. په دغو مراسمو کې د ارواښاد د کورنۍ غړیو، خپلوانو او دوستانو او يوشمېر حکومتي مسوولينو، د ملي شورا غړیو، خبريالانو او د مدني ټولنې فعالانو هم ګډون لاره.

محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې، نبي مصداق فرهنګي شخصيت او د رسنیزو چارو کارپوه وباله او د ده مړينه يې د هېواد رسنیزې ټولنې ته يوه ستره ضايعه وبلله.

نبي مصداق په کال ١٩۴۴ د پکتيا په ځاځیو ولسوالۍ کې وزېږيد او د کابل له رحمان بابا لېسې څخه فارغ شو او د لوړو زده کړو لپاره انګلستان ته لاړ او له پوهنتون څخه له فراغت وروسته، د يوې مودې لپاره یې په لندن کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه او وروسته د «بي.بي.سي» پښتو څانګې ته لاړ او د خبريال او وياند په توګه يې څو کاله کار وکړ.

هغه له کال ٢٠١۴ را وروسته د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهور رييس د رسنیزو چارو د سلاکار په توګه کار کاوه.

نبي مصداق د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه؛ نن د کابل ښار په يو روغتون کې ومړ.

کابل/ د غبرګولي ٢۴ مه/ باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
Background image

لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په. . .

BACK TO NEWS