د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو او ځوانانو چارو معينانو د احمدظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده

farzad_moicgovaf
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۰:۱۰
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو او ځوانانو چارو معينانو د احمدظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین شیوای شرق، د دغه وزارت د ځوانانو چارو معین ادريس الکوزي او د دغه وزارت يو شمېر رییسانو نن د احمد ظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د هغه روح ته يې دعا وکړه.
د نشراتو معین شیوای شرق له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل چې د احمد ظاهر او استاد محمد حسین سرآهنګ په څېر هستۍ به بیا په تاریخ کې تکرار نه شي.
هغه احمد ظاهر د سیمې په کچه بې جوړې سندر غاړی وباله او زیاته یې کړه چې احمد ظاهر د افغانستان په هنر کې یوه نه هېرېدونکې هستي ده.
د احمد ظاهر له مړینې ۴۲ کلونه تېرېږي، خو لا هم په هېواد دننه او بهر کې د دغه خوږ ژبې سندر غاړي لسګونه مینه وال د ده سندرې اوري.
احمد ظاهر د پروان د سالنګ ولسوالۍ په چیراق سیمه کې په یوې ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ که څه هم ځيني د ده د مړينې په اړه جلا روايت وړاندې کوي. له دغه محبوب سندر غاړي لسګونو سندرې پاتې دي چې په خپلو سندرو کې یې د حافظ، سعدي، رهي معيري، خليل الله خليلي، استاد احمد ضيا قاري زاده، فروغ فرخزاد او یو شمېر نورو سترو شاعرانو له شعرونو څخه استفاده کوله.
د هېواد خوږ ژبی سندر غاړی احمد ظاهر په ۱۳۲۵ کال کې زېږېدلی او په ۱۳۵۸ کې د ۳۳ کلونو په عمر مړ شوی او په شهدای صالحین کې خاورو ته سپارل شوی دی.

کابل/ د غبرګولي ۲۳ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۷ - ۱۰:۳۱
Background image

ذبيح الله مجاهد: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رييسان او کارکوونکي دې د پخوا په شان خپلو کارونو ته دوام ورکړي

د افغانستان د اسلامي امارت وياند او د فرهنګي چارو د کمېسيون رييس ذبيح الله مجاهد نن په يوه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو او کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې د پخوا په شان خپلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۴:۱۰
Background image

د ارواښاد نصر الله حافظ د زوکړې ۹۰ مه کالیزه نمانځل کېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استاد نصرالله حافظ د زوکړې ۹۰ کالیزې د نمانځنې په مناسبت غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشاور فقیر میوند، د جمهوري ریاست فرهنګي مشاور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د جام څلي د ساتنې کمېټې غونډه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين هارون حکيمي په مشرۍ نن د جام څلي د ساتنې کمېټې غونډه د ويډيو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه غونډه د. . .

BACK TO NEWS