د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د دریمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دریمې ناحیې (ګولایي دواخانه څخه تر شهید څلور لارې) اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او څارنه وکړه.
په پیل کې د علومو آکاډمۍ استازي سید محمود واکمن له اصنافو، کسب کارانو او هټیوالو سره د کمېسیون د فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل.
وروسته د کمېسیون غړو په یاده سیمه کې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه او د یو شمېر غیرمعیاري لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح په اړه یې لازمې سپارښتنې وکړې، چې د هټیوالو، اصنافو او کسب کارانو له لوري یې هر کلی وشو او هټیوالو، اصنافو او کسب کارانو ژمنه وکړه، چې د هېواد د فرهنګ د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې به د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون سره پوره همکارۍ وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې پروګرام کې څه باندې ۲۰۰ لوحې او اعلاناتي تابلوګانې و ارزول شوې.
۱۴۴۸/۵/۸ هـ ق
