(بلخ د افغانستان د فرهنګي پایتخت او د تمدنونو څلور لارې) په نوم علمي او څېړنیز سیمینار ترسره شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۸
...

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې (بلخ د افغانستان د فرهنګي پایتخت او د تمدنونو څلور لارې) په نوم یو ورځنی علمي او څېړنیز سیمینار ترسره شو، چې موخه یې د بلخ ولايت تاریخ، علمي او فرهنګي مخینې، تمدني ارزښت او د دغه ولایت د مشهورو ديني علماوو او علمي شخصیتونو د کارنامو پېژندنه وه.
په دغه علمي او څېړنیز سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د بلخ ولایت مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس، د یو شمېر سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، د پوهنتون استادانو، علماوو کرامو، زده کړیالانو او یو شمېر فرهنګي شخصیتونو ګډون کړی و.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمدالله ضرار د بلخ د لرغوني تاریخ، تمدن، علمي مقام او فرهنګي ارزښتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: بلخ د علومو او فنونو، لرغوني تاریخ او تمدن زانګو دی، دغه ولایت د دیني علومو او علمي فعالیتونو په برخه کې د نړۍ له مهمو تاریخي مرکزونو څخه پاتې شوی دی. نوموړي د بلخ د تاریخي او علمي میراث د پېژندنې او ساتنې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.
دغه راز د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د بلخ تاریخي، علمي او فرهنګي مخینه د افغانستان لپاره لوی ویاړ وباله او ویې ویل: بلخ د هغو سیمو له ډلې دی، چې له علمي او فرهنګي مرکزونو څخه یې د هېواد نورو برخو ته علم او پوهه خپره شوې ده. ښاغلي طيبي د بلخ پوهنتون له استادانو مننه وکړه، چې د دغه ولایت د تاریخي، علمي او فرهنګي مخینې په اړه یې علمي مقالې چمتو کړې او د سیمینار ګډونوالو ته یې وړاندې کړې. نوموړي له ټولو څخه وغوښتل، چې د خپل افغاني فرهنګ د ژوندي ساتلو، پیاوړتیا او پراختیا لپاره کار وکړئ او د هېواد تاریخي او فرهنګي ارزښتونه په ښه توګه وپېژنئ او وساتئ.
ورته مهال سیمینار کې نورو ویناوالو د دغه سیمینار جوړول د بلخ ولایت د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو د پېژندنې لپاره مهم وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د بلخ د تاریخ، علمي او فرهنګي شخصیتونو په اړه باید لا ډېرې علمي څېړنې ترسره شي، دوی له څېړونکو او لیکوالانو څخه وغوښتل، چې په خپلو څېړنو کې اسلامي او تاریخي حقایق په پام کې ونیسي او د افغانستان تاریخ په مستنده توګه خلکو ته ورسوي.
ویناوالو د امام بخاري رحمه‌الله او مولانا جلال‌الدین محمد بلخي په څېر علمي او فرهنګي شخصیتونو ته په اشارې سره وویل: بلخ نه یوازې اقتصادي ارزښت لري، بلکې د علم، دیني زده‌کړو او فرهنګ له مهمو تاریخي مرکزونو څخه هم ګڼل کېږي.
د سیمینار په دویمه برخه کې د بلخ پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو استادانو د دغه ولایت د تاریخي، علمي او فرهنګي مخینې په اړه خپلې چمتو کړې علمي مقالې ولوستلې او د بلخ د تمدني ارزښت، مشهورو علماوو، علمي شخصیتونو او تاریخي کارنامو په اړه یې له ګډونوالو سره هراړخیز معلومات شریک کړل.

۱۴۴۸/۵/۷ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS