د ازبکستان د فرهنګي میراثونو پلاوي په تخار کې د شاه مشرب بابا د تاریخي آبدې د بیارغونې او ترمیم ژمنه وکړه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
..

د ازبکستان جمهوریت پلاوي چې مشري یې د فرهنګي میراثونو ادارې د رئیس مرستیال عزیزجان عارف‌جانوف کوله تخار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د اشکمش ولسوالۍ د شاه مشرب بابا له تاریخي زیارت څخه تر لیدنې وروسته ژمنه وکړه، چې دغه تاریخي زیارت به په معیاري توګه بیا ترمیم کړي.
ښاغلي عزیزجان عارف جانوف زیاته کړه، چې د دې تاریخي ځای د بیارغونې په طرحه کې د قربانۍ ځای، عامه کتابتون، جومات، اودس‌ځای، شنه ساحه، د موټرو تم‌ځای او نور اړین امکانات په پام کې نیول شوي دي.
دغه راز د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح‌الله انصار د شاه مشرب بابا د تاریخي آبدې د تاریخي او فرهنګي مخینې، همدارنګه دبیارغونې او ترمیم د امکاناتو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د یادې تاریخي آبدې د لیدنې پر مهال، د دغه ځای د اوسني وضعیت، تاریخي او فرهنګي ارزښت او د بیارغونې او ترمیم د اړتیاوو په اړه هم معلومات ورکړل شول.
ورته مهال، د پلاوي غړو د سیمې له یو شمېر اوسېدونکو سره هم خبرې وکړې. چې د سیمې اوسېدونکو د دې تاریخي آبدې د بیارغونې په برخه کې د پاملرنې له امله خوښي څرګنده کړه او مننه یې وکړه.

۱۴۴۸/۵/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS