نورستان کې سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۷
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري، د نورستان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم ګڼ شمېر خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو. چې په دې سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د نورستان والي قاري زین العابدین عابد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله حنیف، د دغه وزارت یو شمېر رئیسانو او د سیمه‌ییزو ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی و.
د پروګرام په پیل کې د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله حنیف ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل: په ټولنه کې ژورنالیستان او قلموال مبارزین ځانګړی اهمیت لري، هم دوی دی، چې ټولنې ته د پرمختګ او ځان بساینې الهام ورکوي، زموږ ژورنالیستان ژمن خلک دي او تل یې د هېواد پرمختګ او د ولسونو د افکارو د جوړولو په برخه کې مهم رول ترسره کړی دی.
دغه راز د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: افغانستان هره ورځ د پرمختګ په لور ګامونه اخلي په پنځو کلونو کې په بېلابېلو برخو دومره پرمختګونه شوي دي، چې په شلو کلونو کې هم ممکن نه وو، له دې څخه څرګندیږي، چې اسلامي نظام د هېواد د آبادۍ لپاره قوي عزم او ټینګه اراده کړې ده.
ښاغلي معین صاحب زیاته کړه، چې اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لري. اشغال ختم شوی دی، د ولسونو د سر او مال حفاظت شوی دی او د عمومي عفوې په وسیلې په هېواد کې د خپل منځیو جگړو مخه نیول شوې ده. نو راځئ! په ګډه د هېواد د آبادی لپاره کار وکړو. 
په سیمینار کې د نورستان والي قاري زین العابدین عابد وویل: اسلامي نظام د الله تعالی ستر نعمت دی؛ د دې نعمت شکر ادا کول، ساتنه او د اصولو رعایت د ټولو مسلمانانو مسؤولیت دی. امنیت د ټولنې د ثبات، پرمختګ، تعلیم، اقتصادي ودې او د خلکو د هوساینې بنسټ دی؛ د امنیت ساتنه د ټولو ګډ مسؤولیت دی.
همداراز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد، یو شمېر ولایتي مسؤلینو او د پوهنتون استادانو د ژورنالیزم د اصولو، د رسنیو پر مسؤلیتونو او د مسلکي ژورنالېزم پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: د دغو سیمینارونو جوړولو موخه د هېواد په رسنیز ډګر کې د خبریالانو فکري اصلاح او ظرفیتونه لوړول دي، ترڅو د خبریالانو غوښتنې او ستونزې له نږدې وڅیړل شي او د حل په موخه یې لازمې هڅې ترسره شي.
ویناوالو له قلموالو، لیکوالانو او ژورنالیستانو څخه وغوښتل؛ چې د نورستان ولایت ښکلاوې او ځانګړتیاوې نورې نړۍ ته وښیي، ترڅو د نورستان اصلي انځور تر نړیوالو ورسېږي او دې ته ولایت د کورنیو ګرځندویانو ترڅنګ بهرني ګرځندویان هم جذب شي.
د سمینار ګډونوالو یاد سمینار په جوړېدو خوښي وښوده او د ورته نورو سمينارونو د جوړولو غوښتنه يې هم وکړه

۱۴۴۸/۴/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS