د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه
دوشنبه (۱۵ ربیعالثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره یې سمون درلود، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه او د ۳۹ عنوانه کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه په کتابتونونو او نورو علمي مرکزونو کې د کتابونو د تکثیر او وېش او د کمېسیون د اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې کمېسیون ته راجع شوي ۱۱ ټوکه کتابونه د کمېسیون غړو ته ووېشل شول، تر څو یې راتلونکې غونډې ته راپور وړاندې کړي.
