د یوټیوب‌چینلونو له مسؤلینو او د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره ناسته وشوه 

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۰
..

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د یو شمېر یوټیوب‌چینلونو له مسؤلینو او د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د شته ستونزو څیړلو، د وړاندیزونو او ستونزو اوریدلو او د رسنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.

د مسؤلینوپه وينا؛ نن ورځ ټولنیزې رسنۍ د اړیکو له مهمو وسیلو څخه شمېرل کېږي، یوټیوب‌چلوونکي او د محتوا تولیدوونکي کولای شي، د هرات د فرهنګ او تاریخي آثارو او ټولنیزو واقعیتونو په معرفي کولو کې مهم او اغیزمن رول ولوبوي.
ورته مهال د یو شمېر یوټیوب‌چینلونو مسؤلینو او د ټولنیزو رسنیو فعالانو وویل: خوښ یو، چې په داسې امن او ډاډمن چاپېریال کې ولسوالیو او لرې پرتو کلیو ته سفرونه کوو او د خپرونو په چمتو کولو بوخت یو، دوی د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هر اړخیزو همکاریو او ملاتړ څخه مننه وکړه.

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

بلخ کې د ګرځندوی جاذبو او تاریخي آبدو د پیژندنې سیمینار او د انځورونو نندارتون ترسره شو.

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د تاریخي، فرهنګي او سیاحتي سیمو او ګرځندوی جاذبو د پیژندنې او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جلب په موخه، د بلخ ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۳
Background image

کاپیسا کې د شمالي ولایتونو له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو د اتحادیې په ګډو همکاریو په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو د خصوصي او حکومتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

خوست او هلمند ولایتونو کې مشاعرې ترسره شوې

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په دې ولایت کې د جهادي ادب او ترنم د ستورو د خدمتونو د درناوي په موخه مشاعره ترسره شوه او همدارنګه د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS