رسنۍ، خبریالان او د رسنیزو سرغړونو ارزونه!
د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون د خبریالانو او رسنیو ستونزو او د رسنیزو سرغړونو د ارزونې په موخه د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره لسګونه ناستې ترسره کړې دي.
په یاده موده کې (۱۶) راډیوګانو، (۱) ویب سایټ، (۵) چاپي رسنیو، (۲) آژانسونو، (۹۰) یوتیوب چینلونو او (۲۷) فرهنګي موسساتو او بنسټونو ته نوي جوازونه ویشل شوي دي.
دغه راز د تېر کال په جریان کې (۲) ټلویزیوني، (۲۹) راډیویي، (۴) چاپي رسنیو او (۱۲) فرهنګي موسساتو او بنسټونو جوازونه تمدید شوي دي.
همدارنګه د ډله ایزو رسنیو اړوند (۷۶) او د ټولینزو رسنیو اړوند (۳۵) سرغړونې ثبت او حل شوې دي.
د تېر لمریز کال په لړ کې د (۲۶) تنو خبریالانو ستونزو ته هم رسېدنه شوې ده او د مرکز او ولایتونو اړوند د (۷۰۰۰) ورځپاڼو، اونیزو، مهالنیو او… ارزونه ترسره شوې ده.
