هلمند کې د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق په موخه ستره ولسي غونډه جوړه شوه
دوشنبه( ۱۴۴۷ د شوال المکرم ۲۶مه) هلمند کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق کولو په موخه ستره ولسي غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د هلمند والي مولوي امان الدین منصور، د امارتي ادارو مسؤلینو، علماء کرامو، استادانو، قومي مشرانو، لیکوالانو، د رسنیو مسؤلینو او ځوانانو ګډون کړی وو.
پیل کې د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي حیات الله یوسف د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت په نوښت د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ جوړه شوې ده، الحمدالله چې نن په هلمند کې د يووالي په ټغر راټول شوي يو او د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د لا ښه تطبیق په موخه ستره غونډه جوړه شوې ده، چې د دې غونډې موخه یاد فرمان د ټولنې د هر وګړي تر غوږونو رسول دي.
د هلمند پوهنتون رئیس ښاغلي ابو احمد وویل: اطاعت د ټولنې د پر مختګ لپاره یو مهم جزء دی، نو د ټولو هېوادوالو لپاره لازمه ده، چې د خپلو امیر اطاعت وکړي او د اسلامي شریعت په رڼا کې ژوند وکړي، د امیرالمومنین (حفظه الله) ټول فرامین د اسلامي شریعت په رڼا کې وړاندې شوي دي، هیڅ یو داسې فرمان نشته، چې خدای مکړه د اسلامي شریعت خلاف وي، بلکې ټول د اسلامي شریعت او حنفي فقهې مطابق جوړ شوي دي، په دې فرمان کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي، د سالمې ټولنې جوړول، د اسلامي شریعت په رڼا کې د نکاح کول، د یتیم مال نه خوړل، د انجلۍ له خوښۍ پرته په نکاح نه ورکول، په خوشحالیو کې د اضافي لګښتونو مخنیوی، په خوښیو کې ډزې نه کول، د دولتي وسایلو څخه شخصي ګټه نه اخیستل او داسي نورو موضوعاتو په اړه بحثونه شوي دي.
نوموړي له ګډونوالو څخه وغوښتل، چې په پوره توګه د دې فرمان رعایت وکړي او د ټولنې تر هر وګړي یې ورسوي، تر څو زموږ ټولنه نور د ناوړه رواجونو قرباني نه شي او نه هم د بدو رواجونو له امله پر کوم چا ظلم ونشي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: باید ټول نظامي او ملکي مسؤلين د دې فرمان په ښه تطبيق کې هڅه وکړي او د تطبيق ساحه يې پراخه کړي، ځکه دا فرمان لومړی مسؤلينو ته راجع دی، چې لومړی بايد خپله پرې عمل وکړي او بيا يې پر نورو باندې د تطبيق په اړه لاس په کار شو، وروسته بيا د مساجدو امامان، قومي مخور آن د ټولنې هر فرد په دې مسؤل دی، چې د دې فرمان په تطبيق کې هڅه وکړي.
نوموړي زياته کړه؛ چې لیکوالان او شاعران هم اړ دي، چې د دې فرمان په تړاو خپل مسؤليت په کتابونو، مجلو او شعرونو کې اداء کړي او همدارنګه د رسنيو مسؤلين هم بايد په خپله برخه کې د فرمان په تطبيق کې کار وکړي، ځکه رسنۍ په دې برخه کې خورا اغېزمنې تماميږي، ځکه په اوسني وخت کې رسنۍ د ټولنې ژبه ده او هر کس ورته مستقيم لاسرسی لري.
په غونډه کې یو تن قومي مخور عبدالسلام خان اکا وویل: دا فرمان زموږ لپاره زیات ګټور دی، ځکه چې موږ همېشه د ناوړه رواجونو قرباني شوي یو، موږ به د دې فرمان په تطبیق کې پوره همکاري وکړو او د ټولنې تر هر فرد به يې ورسوو.
همدا راز د غونډې نورو ويناوالو هم د امير المؤمنین (حفظه الله) یاد فرمان د ټولنې په ګټه ياد کړ او د تطبیق په برخه کې يې د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ.
۱۴۰۵/۱/۲۴ ھـ ل
