پنجشېر کې د (سکولاریزم پدیدې پېژندنه) په نوم کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې
د پنجشېر اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کلمات ښوونیزې–څېړنیزې ادارې او پوهنې ریاست په ګډو همکاریو د (سکولاریزم پدیدې پېژندنه) په نوم کتاب لوستنې سیالي چې څه موده وړاندې دره پنجشېر ولسوالۍ کې د ۳۰۰ تنو ځوانانو ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د دره پنجشېر ولسوال مولوي محمد علمي حقشناس ځوانانو ته د علمي او فرهنګي پروګرامونو د جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د دې ډول پروګرامونو په وسیله د ځوانانو فکري ودې، دیني او ټولنیز پوهاوي کچې د لوړوالي زمینه برابرېږي او ځوانان د ناوړه دودونو او د عقیدې ضد افکارو له منفي اغېزو څخه ساتل کېږي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دې سیالۍ موخه د ځوانانو د فکري او دیني پوهاوي لوړول، د معاصرو فکري مفاهیمو پېژندل او د ځوان نسل ترمنځ د مطالعې او کتاب لوستلو کلتور پیاوړتیا یاده کړه.
د غونډې په پای کې د یادې سیالۍ مخکښو ګډونوالو ته لپ ټاپ کمپیوټر، لاسي ساعت او موبایل ډالۍ شول.
۱۴۴۷/۹/۱ هـ ق
