پنجشېر کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۳
..

د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د روانو ژمنيو رخصتيو پرمهال دویم ځل لپاره سل تنو ځوانانو ته د انګلیسي ژبې د زده کړې وړیا مرکز پرانیستل شو.
مسؤلین وایي، دا ښوونیز مرکز تر دې وړاندې هم فعال و، چې له درېیو اونیو کمې وقفې وروسته یې بیا فعالیت پيل کړ، په دې مرکز کې به په معیاري توګه د انګلیسي ژبې زده کړې وړاندې شي.
ځوانانو د دې وړیا ښوونیز مرکز د جوړېدو له امله خوښي څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه، چې دغه ډول پروګرامونه دې د ولایت په نورو برخو کې هم جوړ شي.

۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS