بغلان کې زرګونو تنو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه
د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او الاعتصام فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو شاوخوا ۳۰۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه.
مسؤلینو د دغو ښوونیزو مرکزونو پرانیستل د ځوانانو د فکري اصلاح او د ظرفیتونو د پیاوړتیا په برخه کې یو مؤثر ګام وباله او د الاعتصام فرهنګي ادارې له همکاریو څخه یې مننه وکړه، مسؤلینو زیاته کړه، چې په دغو ښوونیزو مرکزونو کې د درې میاشتو لپاره د انګلیسي ژبې، کمپیوټر پروګرامونو، ریاضي، پښتو ژبې او ویناوالۍ په برخو کې د رضاکارو استادانو له خوا تدریس کېږي.
ورته مهال زده کوونکو د دغو ښوونیزو مرکزونو له پرانیستلو څخه خوښي څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه، چې د ځوانانو د ظرفیت لوړونې په موخه دې دا ډول پروګرامونو لا زیات شي.
۱۴۴۷/۷/۲۰ هـ ق
