د نجراب فرهنګيان او شاعران وستایل شول
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د نجراب ولسوالۍ یو شمېر فرهنګيان او شاعران د فرهنګي فعالیتونو او ټولنیزو خدمتونو په برخو کې د فعالې ونډې اخیستو له امله وستایل.
مسؤلینو وویل: د افغاني اصیل کلتور وده او پیاوړتیا چې د اسلامي شریعت سره سمون لري، د ټولنې له لومړنیو اړتیاوو څخه ده، د دې هدف د تحقق په برخه کې له فرهنګيانو او شاعرانو څخه مننه کوو.
دغه راز فرهنګيانو او شاعرانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هغو اغیزمنو فعالیتونو څخه مننه وکړه، چې د بومي کلتور د راژوندي کولو او نړیوالو ته د محلي محصولاتو پیژندلو لامل کیږي او له داسې پروګرامونو سره یې د هراړخیزو او داومدارو همکاریو ډاډ څرګند کړ.
۱۴۴۷/۷/۹ هـ ق
