سرپل کې (په ټولنه کې د ونډې اخستنې او دخیل سازۍ) ترعنوان لاندې پروګرام ترسره شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۲۲
..

د سرپل ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د اکټید مؤسسې په همکارۍ د (په ټولنه کې د ونډې اخستنې او دخیل سازۍ)  تر عنوان لاندې یو ورځنی پروګرام د اطلاعاتو او کلتور رئيس، علمای ‌کرامو، قومي متنفذينو، ولسونو او ځوانانو په ګډون د عامه کتابتون تالار کې ترسره شو.
د پروګرام په پیل کې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د ۱۷مې ګڼې فرمان، چې د واده، د مړي د تدفین او له بیت ‌الله شریف څخه د حاجیانو د راستنېدو پر مهال د نا خوښو دودونو په اړه و، د ځوانانو چارو آمر لخوا ولوستل شو او د دغه فرمان د بشپړ تطبیق پر اړتیا ټینګار وشو.
ورپسې د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس، ملا عبدالغفار حقنما، وویل: علما، قومي متنفذین او ځوانان په ټولنه کې ځانګړی مقام لري، له همدې امله د ټولنې پر ټولو قشرونو لازمه ده، چې په ګډه د ناخوښو دودونو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
 نوموړي زیاته کړه: ماشومان د ټولنې د هیلو محور دي او د هېواد راتلونکی پرمختګ د هغوی پر اوږو دی، موږ او تاسې باید د خپلو اولادونو په روزنه کې بشپړه پاملرنه وکړو او هغوی ته د دیني او عصري علومو د زده کړې زمينه برابره کړو، تر څو وکولای شي نظام، ولس او ټولنې ته خدمت وکړي.
په پای کې ګډونوالو د ماشومانو د ساتنې او حقونو په اړه د دې پروګرام د جوړېدو له امله د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه او د اسلام له نظره یې د ماشومانو د حقونو، مقام او منزلت په اړه خبرې وکړې، هغوی وویل: خپل ماشومان باید داسې وروزو، چې د پلار او مور، علماوو، نظام او ولس قدر وپېژني او هغوی ته خدمت وکړي.

۱۴۴۷/۷/۴ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي له لغمان ولایت څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت سلاکار سعدالله اسد، په مشرۍ یوه پلاوي لغمان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له تاریخي آبداتو، سیاحتي سیمو او فرهنګي ځایونو څخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۸
Background image

د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د اتحادیو له مسؤلینو سره غونډه وشوه

یکشنبه د (۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۲۸ مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د سیاحتي او زیارتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۵۸
Background image

د ازبکستان فرهنګي پلاوي سرپل ته سفر وکړ

د ازبکستان د فرهنګي میراثونو پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ.
د ازبکستان جمهوریت د فرهنګي میراثونو ادارې د رئیس مرستیال عزیزجان عارف‌جانوف په مشرۍ یوه پلاوي، چې په مزارشریف کې د ازبکستان. . .

BACK TO NEWS