د ختيځ زون موزیم د تاریخي اثارو د برښنايي (ډیجیټل) کولو لړۍ پیل شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۰:۴۸
....

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ختيځ زون موزیم د لرغونو اثارو د درې بعدي برښنايي(ډیجیټل) کولو لړۍ پیل شوه.

د دغه موزیم آمر وايي: دا مهال د ختيځ زون په موزیم کې د بېلابېلو تاریخي دورو ۱۴۲۰ لرغوني آثار موجود دي، چې د لا ښې ساتنې په موخه یې د برښنايي کولو بهیر پیل شو، چې دا بهیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لارښوونو پر بنسټ، د ESAO موسسې د مسلکي او تجربه لرونکو کارکوونکو له لوري پیل شوی دی.

د موزیم آمر زیاته کړه؛ د لرغونو اثارو برښنايي کول به د اثارو د لا خوندي ساتنې، نندارې ته وړاندې کولو، علمي څېړنو او راتلونکو نسلونو ته د فرهنګي میراث د لېږد په برخه کې مهم رول ولوبوي.

۱۴۴۷/۷/۳ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS