د اطلاعاتو او کلتور وزارت لوړ پوړو مسؤلينو پروان ولایت ته سفر وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال او د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي پروان ولایت ته سفر وکړ او د دې ولایت والي مفتي محمد ادریس انوري سره یې ولیدل.
یاده لیدنه د پروان ولایت فرهنګي حالت څیړنې په موخه ترسره شوه، چې دواړو لورو د یو لړ موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د لیدنې په پیل کې د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین صاحبانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دې ولایت د تاریخي، فرهنګي او تمدني ارزښتونو ته له پاملرنې کولو څخه مننه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال او د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په خپلو خبرو کې پروان ولایت ته د سفر او د پروان والي او فرهنګي مسؤلینو سره د لیدنې موخه د دې ولایت فرهنګي حالت څیړل، دغه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لازیاتو فعالیتونو ترسره کول او د یاد ولایت د فرهنګي او لرغونو ځایونو ساتنه او ورته پاملرنه یاده کړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د فرهنګي فعالیتونو پراختیا، د لرغونو او سیاحتي ځایونو ساتنه او نظارت د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه وبلله او د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې یې د هر ډول همکاریو او ملاتړ ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په یاده لیدنه کې د ولایت مقام دفتر رئیس، د اطلاعاتو او کلتور رئیس او سرې میاشتې رئیس هم شتون درلوده.
۱۴۴۷/۷/۱ هـ ق
