د پنځمې ناحیې عامه کتابتون کې د ماشومانو لپاره روزنیز او کلتوري پروګرام ترسره شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۴:۵۲
..

د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د کابل ښار د پنځمې ناحیې عامه کتابتون کې د ماشومانو لپاره روزنیز او فرهنګي پروګرام ترسره شو، چې پکې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع‌الله صمیم، د پنځمې ناحیې یو شمېر اوسیدونکو، د ماشومانو والدینو او ماشومانو ګډون کړی وو. 
دوکتور رفیع‌الله صمیم ماشومانو ته د مطالعې په ارزښت او ګټو هر اړخیزې خبرې وکړې او ماشومان یې وهڅول چې له کتابونو سره مینه پیدا او مطالعه خپل ورځنۍ عادت وګرځوي.
ښاغلي صمیم د ماشومانو والدینو ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کې به د دوی د ماشومانو د ذهني ودې، فکري پیاوړتیا او مطالعې کلتور د پراختیا لپاره لا ډېر روزنیز او کلتوري پروګرامونه جوړ کړي او له دغه پروګرام څخه یې موخه د نوې نسل هڅونه، د مطالعې دود پیاوړتیا او د ماشومانو د مهارتونو روزنه یاده کړه.
دغه راز د پروګرام ګډونوالو د عامه کتابتونونو له ریاست څخه د ماشومانو د علمي او ذهني وړتیاوو د غني کولو په برخه کې مننه وکړه او دغه پروګرامونه یې د ماشومانو د زده‌ کړو او هڅونې لپاره ارزښتناک وبلل.
د پروګرام په لړ کې ماشومانو هغه څه نندارې ته وړاندې کړل، چې د زده‌کړو په ترڅ کې یې زده کړي وو، ماشومانو د قرآنکریم تلاوت، ترانې، شعرونه او لنډې مقالې ولوستلې، چې د ګډونوالو له لوري په خوښۍ بدرګه شول.
۱۴۴۷/۶/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS