د لوګر کې له وړیا ښوونیز مرکز څخه شاوخوا ۱۰۰ تنه زده کوونکي فارغ شول

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۹:۳۱
...

د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند وړیا ښوونیز مرکز څخه شاوخوا ۱۰۰ تنه زده کوونکي فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري وویل، ځوانان د هېواد راتلونکي رهبران دي، هر څوک چې د ځوان نسل د ښوونې او روزنې په برخه کې مسوولیت پر غاړه واخلي، هم ثواب ترلاسه کوي او هم د هېواد په وړاندې خپل واقعي مسؤولیت ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو چارو آمریت اړوند ښوونیز مرکز د روان کال په لړ کې په څو مرحلو کې سلګونه تنه زده کوونکي د انګلیسي، کمپیوټر، خطاطۍ او ویناوالۍ له ټولګیو  څخه فارغ کړي دي.

۱۴۴۷/۶/۴ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS