د کابل ژورنالېزم او افغان تکنالوژۍ انسټیټیوټ زده کړیالانو لپاره یو میاشتنی عملي او نظري روزنیز پروګرام پای ته ورسېد
یکشنبه ( ۱۴۴۷ د جمادي الاول ۲۵مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د کابل ژورنالېزم انسټیټیوټ ۳۱ تنو زده کړیالانو او د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ ۷ تنو زده کړیالانو لپاره د کار زده کړې نظري او عملي یو میاشتنی پروګرام پیل شوی و، چې نن یاد پروګرام پای ته ورسېد او زده کړیالانو ته د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال او د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نقیب الله نعمان په شتون کې د فراغت تصدیق پاڼې ورکړل شوې.
د دې یو میاشتني پروګرام په ترڅ کې زده کړیالانو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت تاریخچه، لیدلوری، مأموریت، اداري جوړښت، مدیریت، خبر، راپور اداري مکتوبونه او نورو اړینو موضوعاتو په اړه په نظري او عملي ډول معلومات ورکړل شول.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال زده کړیالانو ته د فراغت تصدیق پاڼو د ورکړې پر مهال وویل: د هېواد ځوانان د عصري علومو تر څنګ په دیني علومو هم ښه برلاسي دي. نوموړي په اخلاص، یووالي، دقت، تحقیق، قوي ارادې، صداقت او د وخت نه ضایع کولو په اړه ټینګار وکړ او له زده کړیالانو څخه یې وغوښتل، چې خپلې زده کړې د مثبتو چارو لپاره وکاروي او خپل هېواد او کورنیو ته خدمت وکړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د کابل ژورنالېزم او د افغان ټکنالوژۍ انسټیټیوټ زده کړیالانو ته ورته روزنیز پروګرامونه ترسره شوي دي.
۱۴۰۴/۸/۲۵ هـ ش
