د چاپخونو، خصوصي مطبعو او کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د کندوز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د اطلاعاتو آمریت لخوا د لیکوالانو د اثارو د قانوني کولو، د ناشرانو د حقونو ساتنې، د کاپي رایټ قانون د رعایت او د دیني او ملي ارزښتونو سره تضاد لوحو د چاپ مخنیوي په موخه له اړوندو اصنافو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو آمر وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ټولو ګډ کور دی، تل هڅه کوي، له هغو اصنافو سره چې کاري او فرهنګي اړیکې ورسره لري، اړیکې لا پياوړې او د نافذه قوانینو د تشریح، توضیح او تفهیم له لارې د مشرانو د لارښوونو په رڼا کې د دوی فعالیتونه قانوني کړي.
د اطلاعاتو آمر زیاته کړه؛ چې مؤلفین او ناشران د قانون له مخې یو لړ حقوق او امتیازات لري او موږ یې درناوی کوو، هېڅوک حق نه لري چې د مؤلفینو آثار د هغوی له اجازې پرته چاپ یا تکثیر کړي، ټولې خصوصي مطبعې باید د اصنافو د لوایحو د چاپ پر مهال له هغو پردیو او ناسمو کلمو له استفادې ډډه وکړي چې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کړنلارې خلاف وي.
د ناستې په لړ کې ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغې ناستې جوړولو هرکلی وکړ او د لا ښې همغږۍ په موخه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.
۱۴۴۷/۵/۲۰هـ ق
