د لرغونو سیمو او اثارو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي
دغه څرګندونې د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا محمد امین حذیفه د ارګون ولسوالۍ هشت رخ تاریخي کلا د بیا رغونې چارو څخه د لیدنې پرمهال وکړې.
ښاغلي حذیفه وویل، د یادې تاریخي کلا د دېوالونو او برجونو د بیا رغونې چارې به په لرغوني سبک سره بشپړې شي.
دغه راز د فرهنګ او ګرځندوی آمر وویل: هشت رخ لرغونې کلا ته په تېر کې هیڅ ډول پاملرنه نه وه شوې، حتا خلکو پکې خپلې کاروباري چارې مخته وړې، چې اوس مهال په ځانګړې پاملرنې سره د یادې لرغونې کلا دېوالونه او برجونه بیا رغول کېږي او د یو کال په موده کې به د سیلانیانو پر مخ پرانیستل شي، د فرهنګ او ګرځندوی آمر له خلکو څخه وغوښتل، چې د لرغونو سیمو، آبداتو او آثارو ساتنې او پالنې په برخه کې له دوی سره پوره همکار پاتي شي.
د یادونې وړ ده، چې د ااا په بیا ځلې حاکمیت سره د پکتیکا اطلاعاتو او کلتور ریاست د یو شمېر لرغونو اثارو راټولو ترڅنګ د شاوخوا ۱۵۰ لرغونو آبدو او سیاحتي سیمې سروې ترسره کړې ده.
۱۴۴۷/۵/۱۸ هـ ق
