د عامه کتابتون په تالار کې (مطالعې څنګه د خپل ژوند یوه برخه وګرځوو؟) په نوم علمي ناسته وشوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۹:۱۳
....

پنجشنبه (د ۱۴۴۷ هـ ق د جمادي‌الاول ۱۵مه نېټه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري (مطالعه څنګه د خپل ژوند یوه برخه وګرځوو؟) تر سرلیک لاندې علمي ناسته جوړه شوه.
په دې علمي ناسته کې د خپرونو چارو معینیت نشراتي سلاکار مولوي عبدالحق حماد، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع‌ الله صمیم، د مطبوعاتو او رسنيو په نشراتو د څار رئيس مولوي صفی الله رائد یو شمېر ادیبانو او لیکوالانو ګډون کړی وو.
د ناستې په پیل کې، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع‌الله صمیم ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د خوښی ځای دی چې د داسې علمي ناستو کوربه توب کوي، د عامه کتابتونونو ریاست د مطالعې دود د ترویج او پیاوړتیا په موخه بېلابېل تعلیمي پروګرامونه او د کتابونو د مخکتنې غونډې جوړې کړي دي او په راتلونکي کې هم هڅه کوي، چې ورته پروګرامونو جوړولو ته دوام ورکړي.
ورپسې د ناستې اصلي وینا کوونکي مولوي عبدالحق حماد د علم، مطالعې، وخت او شخصي مسؤلیتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له لیکوالانو او د ناستې له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې دیني، اخلاقي، تاریخي، فکري او علمي کتابونو مطالعې ته دې ځانګړی وخت ورکړي.
د ناستې په ورستیو کې ګډونوالو خپلې پوښتنې شريکې کړې، چې د ښاغلي حماد له خوا ورته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.

۱۴۰۴/۸/۱۵ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۰
Background image

پکتیا کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو خپلې نشراتي چارې پیل کړې

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي چې په مرکز ګردیز کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو د ۸۹.۱ ایف ایم څپو کې خپلې نشراتي چارې پیل کړې.
د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۵۲
Background image

کندهار کې د انار‌ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني په حضور کې ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د امارتي ادارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

BACK TO NEWS