د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون نوبتي غونډه وشوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه.
په پیل کې د کمېسیون منشي د تیرو پریکړو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل.
په دې ناسته کې د آسمایي غر اړوند پر راډیو او تلویزیون آنتنونو باندې د لګول شویو لوحو په اړه د ریاستالوزرا د عالي مقام د (۲۵۵۲) شمېرې حکم د پلي کولو په اړه پرېکړه وشوه، چې د یاد حکم د مؤثر پلي کولو لپاره به د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره لازمه همغږي وکړي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د هرې ناحیې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ستونزې او نیمګړتیاوې، د کمیسیون له تایید وروسته، د کابل ښاروالۍ فرهنګي ریاست او د کسب کارانو خونې له لارې د کابل ښار هټۍ لرونکو او کسب کارانو له اړوندو اصنافو سره شریکې شي او د حل او اصلاح لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
د غونډې په لړ کې د علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون راپورونه (د بهرنيو اصطلاحاتو او لغتونو لپاره د بديلو کلمو موندلو اړوند) وڅېړل شول او پرېکړه وشوه چې دغه راپورونه، د شته توپيرونو سره، د کابل ښاروالۍ ناحيو او ولایتونو سره د پلي کولو او تکثیر په موخه شریک شي.
۱۴۴۷/۵/۷ هـ ق
